د اهل هنودو غصب شوې ځمکې بیرته ورکول کېږي
د عدلیې وزارت وایي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له لورې تر دې مهاله په ټول هېواد کې نږدې دوه میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت شوې.
د دې وزارت ویاند برکت الله رسولي په خپله ایکس پاڼه ویلي، د دې کمېسیون ټولو مرکزي او ولایتي ټیمونو ته لارښوونه شوې، د اهل هنودو ځمکې چې غصب او یا په جعلي اسنادو پلورل شوې دي مشخصې او خپلې موندنې دې مرکزي کمېسیون ته دې د لازمو پرېکړو لپاره واستوي.
ښاغلي رسولي زیاته کړې، د غصب شويو ملکیتونو د تثبیت په صورت کې به دغه جایدادونه بیرته خپلو اصلي مالکینو په ځانګړي ډول اهل هنودو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د اهل هنودو استازو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره په کتنه کې له غاصبینو څخه د دوی د ملکیتونو د بیرته راګرځولو او هغوی ته د سپارلو غوښتنه کړې وه.