د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه ۲۲۹ تنه منسوبین فارغ شوي

د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه ۲۲۹ تنه منسوبین فارغ شوي افغانستان
اسلامي نظام او خلکو ته د خدمت کولو ته چمتووالی ښودلی

ملي دفاع وزارت خبر ورکوي، چې د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو د قومندانۍ له بېلابېلو قطعاتو او سیمه ییزو اردوګانو څخه ۲۲۹ تنه ځوان منسوبین فارغ  شوي دي. 

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې مسئولینو دغو فارغانو ته په خبرو کې ویلي، چې د شخصي ګټو او غوښتنو پر وړاندې باید شریعت او د اسلامي نظام اصولو ته لومړیتوب ورکړي. 

په ورته مهال دغو نوی فارغ شویو مجاهدینو د هېواد په ګوټ ګوټ کې اسلامي نظام او خلکو ته د خدمت کولو ته چمتووالی ښودلی.

تړلي موضوعات