ا.ا د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی

ا.ا د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی اسلام او کلتور
اسلامي امارت د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ښځو د پيوستون نړېوالې ورځې په مناسبت پیغام ویلي، اسلامي امارت په افغانستان کې د ښځو حقونو د ټینګښت په برخه کې ګړندي ګامونه اوچت کړي دي. 

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي یو ویډیو کلیپ کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی. 

ښاغلي مجاهد ویلي، په جبرنکاح کول، حق یې نه ورکول او د خاوند په ټاکلو کې ترې حق اخيستل هغه ستونزې وې، چې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې ور سره افغان ښځې په هېواد مخ وې. 

نوموړي همداراز زیاته کړې، ټولو محاکمو ته جدي سپارښتنه شوې، چې د ښځو قضیو ته په پوره دقت او له کوم توپیر پرته رسیدنه وکړي او دا مهال د ښځو د ظرفیت لوړونې او سوداګریزو برخو کې هڅې دوام لري. 

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه د ښځو په اړه په یو ځانکړي فرمان کې په جبر د ښځو د نکاح مخنیوي، په بدو کې ورکولو، د ښځو حقونو په ورکړې او د اسلامي امارت له لوري د ښځو حقونو ته په ژمنتیا ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات