ایران: د اټومي انرژۍ پراختیا پروسه به ونه دروي

ایران: د اټومي انرژۍ پراختیا پروسه به ونه دروي سیمه
د ایران اټومي انرژۍ سازمان

د ایران په درېیو مهمو اټومي سایټونو د امریکا د نن سهار تر بریدونو وروسته د یاد هېواد اټومي انرژۍ سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د ایران اټومي انرژۍ پراختیا به ونه درول شي.

یاد سازمان منلې، چې نن یکشنبه سهار د فردو، نطنز او اصفهان اټومي سایټونه د امریکا له لوري په نښه شوي.

ایران دغه بریدونه وحشیانه او د نړېوالو قوانینو په ځانګړي ډول د اټومي وسلو (NPT) معاهدې خلاف بللي.

د ایران اټومي سازمان په اعلامیه کې راغلي، دغه اقدام د اټومي انرژۍ نړېوال سازمان په همغږۍ شوی دی.

تړلي موضوعات