د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید؛ تهران: ټول انتخابونه یې پر مېز دي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکایي الوتکو بریدونه د ملګرو ملتونو منشور، نړېوالو حقونو او د اټومي وسلو پراختیا مخنیوي تړون څخه ښکاره سرغړونه بللې.
عراقچي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ایران په سوله ییزو اټومي تاسیساتو برید ګواښوونکی اقدام، غیرقانوني او جنایتکارانه دی چې بدې پایلې به ولري.
عراقچي زیاته کړې، هېواد یې له ځانه د دفاع مشروع حق په اساس د ملګرو ملتونو منشور په چوکاټ کې د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي ګټو او خپلو خلکو د ساتنې لپاره ټول انتخابونه پر مېز ايښي.
ایران له نړېوالې ټولنې غوښتي، د امریکا د دغې پارونکي اقدام پر وړاندې دې پرېکنده او مسئولانه غبرګون وښيي.
د یادونې ده، چې امریکا نن یکشنبه سهار د ایران درې مهم اټومي سایټونه د سنګر ماتوونکو بمونو په وسیله په نښه کړل.