د دهلې بند ۵۰ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه
د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر د دې ولایت د کرڼې اوبو لګولو او مالداري ریاست د ویاند ننګیالي سمون له قوله خبر ورکړی، چې د دې ولایت په لوړ شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د دهلې سر بند ۵۰ جریبه دولتي ځمکه بیرته له غاصبینو راګرځول شوې ده.
ننګیالي سمون ویلي، د یاد ریاست مشر د ولسوالیو ټولو مدیرانو ته امر کړی، چې چا ته په هیڅ صورت کې هم د غصب اجازه ورنکړي ځکه ټولې دولتي ځمکې بیت المال دی او ورڅخه شخصي استفاده ونکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته تر ۵۰۰زره جریبه زیاته دولتې ځمکه بیرته له غاصبینو راګرځول شوې ده.