د ګډو جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ څخه ۱۰۳ تنه منسوبین فارغ شول

د ګډو جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ څخه ۱۰۳ تنه منسوبین فارغ شول افغانستان
اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه پوره چمتووالی ښودلی

ملي دفاع وزارت ویلي، د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قومندانۍ د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ییزو اوردګانو څخه ۱۰۳ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو مسلکي او عقیدتي زده کړو څخه وروسته فارغ شول.

نویو فارغ شویو منسوبینو د هېواد په ګوټ ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه پوره چمتووالی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د اسلامي ملي اردو د مسلکي کېدو په موخه په سلګونو زره منسوبین له مسلکي، عقیدتي او پوځي زده کړو څخه فارغ شوي دي.

تړلي موضوعات