ټول باید د نظام د بقا او پياوړتیا لپاره ورسپارل شوي مسئولیتونه په سمه توګه ترسره کړي

ټول باید د نظام د بقا او پياوړتیا لپاره ورسپارل شوي مسئولیتونه په سمه توګه ترسره کړي افغانستان
د هغوی کارونه ترسره او د خنډ او ځنډ لامل یې ونه ګرځي

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ د ریاست الوزراء اړوند ادارو کې د چارو لا چټکتیا، ادارې چارو کې د ځنډ مخنیوی، د همغږۍ زیاتوالي او لا زیاتې روڼتیا رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره شوه.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې غونډه کې رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند ویلي، ټول باید د چارو د لا ښه انسجام په موخه خپلو مسئولیتونو ته متوجه و اوسي.

ملا محمد حسن اخوند زیاته کړې، مسئولین باید له مراجعینو سره نېک چلند وکړي او پر وخت د هغوی کارونه ترسره او د خنډ او ځنډ لامل یې ونه ګرځي.

نوموړي د ټولو ادارو مسئولینو ته لارښوونه کړې، چې په چارو کې له عدالت او احتیاط څخه کار واخلي او د بیت المال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

تړلي موضوعات