د نیمروز پولیسو د نایاب ژوو ښکاریان نیولي
د نیمروز ولایت مقام ویاند رحیم الله ساجد وایي، چې امنیتي ځواکونو هغه ډله ښکار کوونکي نیولي، چې څو ورځې وړاندې یې د کم پیدا ژوو ښکار کړی وو او انځورونه یې په ټولنیزو رسنیو کې نشر کړي وو.
ښاغلي ساجد ویلي، دغه کسان وروسته له هغې ونیول شول، چې یو شمېر هېوادوالو په ټولنیزو رسنیو کې د دغو ښکار شویو مرغانو انځورونه لاس په لاس کول او د دغو ښکارکوونکو د نیول کېدو غوښتنه یې وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د مشرتابه په امر د وحشي ژوو او مرغانو ښکار په هېواد کې منع او غیرقانوني دي، چې وړاندې هم د دې غیري قانوني کړنو په اړه ګڼ کسان نیول شوي وو.