سرتاسري امنیت او ټولنیزه هوساینه د ا.ا له ژمنو څخه دي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار والي مولوي ګل محمد سره په کتنه کې ویلي، په هېواد کې سراسري امنیت او اجتماعي هوساینه د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي او لازمه ده، چې سیمه ییز مسئولین باید په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، خپلو امکاناتو ته په کتو د هېوادوالو ټولو اړتیاوو ته رسېدنه وکړئ.
بلخوا په دې کتنه کې د ننګرهار والي د اسلامي امارت له رهبري غوښتنه کړې، چې د دې ولایت کرنیزې او پراختیا په برخه کې د پروژو د تطبیق ته لا پاملرنه وکړي.