د بې جوازه صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو فعالیت غیرقانوني دي

د بې جوازه صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو فعالیت غیرقانوني دي افغانستان
د دغه بانک د اصولو مطابق فعالیت وکړي

د افغنستان مرکزي بانک وایي، هغه صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونه چې د دغه بانک جواز نلري فعالیت یې غیر قانوني دی او له سرغړوونکو سره به یې قانوني چلند وشي.

د یاد بانک لومړی مرستیال نوراحمد اغا په یو ویډیویي کلېپ کې ویلي، چې د بې جوازه صرافیو او ذکر شوو شرکتونو تنظیم په موخه یې واجد شرایط کسانو ته جوازونه وېشلي او دې برخه کې له جواز پرته فعالیت یو غیر قانوني عمل دی.

نوموړي همدا راز د جواز لرونکو صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي، چې د قانون پر اساس او د دغه بانک د اصولو مطابق فعالیت وکړي.

تړلي موضوعات