سبا ۱۷ میلیونه ډالر لیلامېږي؛ تېره ورځ هم ۱۷ میلیونه ډالر لیلام و

سبا ۱۷ میلیونه ډالر لیلامېږي؛ تېره ورځ هم ۱۷ میلیونه ډالر لیلام و افغانستان
د بازار له غوښتنې سره سم ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې سبا پنجشنبه د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

یاد بانک په شرایطو برابرو سوداګریزو بانکونو، صرافیانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه غوښتي چې په دې داوطلبي کې ګډون وکړي.

بلخوا د افغانستان بانک تېره ورځ هم د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلورلي و.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بانک د افغانۍ ارزښت ساتلو په موخه وخت په وخت د بازار له غوښتنې سره سم ډالر لیلاموي.

تړلي موضوعات