د اسلامي امارت دوه ډیپلوماټان المان کې افغان سفارت ته رسېدلي

د اسلامي امارت دوه ډیپلوماټان المان کې افغان سفارت ته رسېدلي افغانستان

یوې معتبرې حکومتي سرچینې حریت راډيو ته تائید کړه، چې اسلامي امارت تازه دوه ډیپلوماټان د المان پلازمېنه برلین کې د افغانستان سفارت ته لېږلي دي.

سرچینې وویل، چې د نبراس الحق عزیز او مصطفی هاشمي په نومونو دوه افغان ډیپلوماټان برلین ته رسېدلي دي.

د سرچینې په خبره، چې نبراس الحق عزیز له دې مخکې د قطر سیاسي دفتر کارمند او مصطفی هاشمي د بهرنیو چارو وزارت قونسلي چارو ریاست کارمند پاتې شوي دي.

بلخوا څو ورځې وړاندې د المان چارواکو ویلي و، چې هلته د مېشتو افغانانو ستونزو حل او د دوی اړوند موضوعاتو ته رسېدنې لپاره اړ دي، چې اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د سیمې هېوادونو ور اخوا د نړۍ هېوادونه هڅه کوي، چې اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې پیل یا لوړې کچې ته پورته کړي، چې افغان حکومت یې هرکلی کوي.

تړلي موضوعات