د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر له اداري مرستیال سره ولیدل
د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان «رابطه العالم الاسلامی» مشر شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی کابل ته د سفر په مهال د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره کتنه کړې.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت ویلي، چې العیسی به د اسلامي امارت له رئیسالوزراء ملا محمد حسن اخند سره هم د اسلامي امارت او اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې او نظریات تبادله کړي.
ښاغلي فطرت زیاته کړې، چې شیخ العیسی به د خپل سفر په ترڅ کې په کابل کې د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراجالدین حقاني او د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم لیدنې ولري.