د پروان صنعتي پارک پراختیا لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د پروان صنعتي پارک پراختیا لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې سوداګرۍ او اقتصاد
پروان ولایت کې صنعت پارک پراختیا لپاره ځمکه ځانګړې شوه

د صنعتي زېربناوو پیاوړتیا، کورنیو تولیداتو ودې او له پانګوالو ملاتړ په موخه د پروان صنعتي پارک پراختیا لپاره ۱۰۰۰جریبه ځمکه ځانګړې شوې.

 ویل کیږي چې له ډلې یې ۵۰۰ جریبه بګرام ولسوالۍ کې باریک آب صنعتي پارک او ۵۰۰ جریبه یې شینوارو ولسوالۍ کې  نوي صنعتي پارک جوړولو ته ځانګړې شوې.

 په ورته مهال صنعت کاران دغه ګام پروان کې د پانګونې جذب، کارموندنې او صنعت ودې لپاره د مناسبې زمینې برابرولو برخه کې مهم بولي او له حکومته د لا زیات ملاتړ غوښتنه کوي.

تړلي موضوعات