د ملي پراختیا شرکت رئیس: د عامې روغتیا وزارت پروژو ته به ځانګړې پاملرنه کوي

د ملي پراختیا شرکت رئیس: د عامې روغتیا وزارت پروژو ته به ځانګړې پاملرنه کوي روغتیا
د ملي پراختیا شرکت سره د عامې روغتیا وزیر کتنه

د عامي روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د ملي پراختیا شرکت رئیس عبدالرحمن عطاش سره کتنه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند نیمه کاره ودانیو کارونو بیا پیل، ودانیزو چارو کیفیت او چټکتیا، ختیځ روغتیایي کمپلکس او کونړ ولایتي روغتون ودانیزو چارو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي جلالي ویلي، د خلکو اړتیاوو ته په کتو باید د یاد وزارت نیمه کاره پروژې ژر تر ژره بشپړې او د خلکو خدمت ته چمتو شي.

بل‌خوا د ملي پراختیا شرکت رئیس ژمنه کړې، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند پروژو ته ځانګړې پاملرنه کوي، چې ژر تر ژره یې چارې بشپړې او روغتیایي خدماتو وړاندې کولو ته چمتو شي.

تړلي موضوعات