امریکا کې د سېلاب وړو شمېر نور هم زیات شو

امریکا کې د سېلاب وړو شمېر نور هم زیات شو نړۍ
د امریکا ټکزاس ایالت کې راوتلي سېلابونه

اېن بي سي نیوز د راپور له مخې، د امریکا تګزاس ایالت کې راوتلو سېلابونو له امله د مړینې ګراف لوړ شوی او تر دې دمه د ۱۰۴ کسانو جسدونه موندل شوي، چې ۲۸ یې ماشومان دي.

 د امریکا ولسمشر دا سیلابونه وحشتانک بللي او ټاکل شوې چې د د اوبو کچې له ټیټېدو وروسته سیمه له نږدې وګوري.

تګزاس کې د جولای په څلورمه د ګودالوپ سیند کې سېلابونه راووتل او تازه د ژغورنې ټیمونو رسنیو ته ویلي، چې سیمې سختې زیانمنې شوې دي او د مړو د لټون هڅې لا هم داوم لري.

 په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې ويډیوګانو ښیي، چې د یاد سېند په غاړه ودانۍ سختې زیانمنې شوې دي.

 رسنۍ وايي، د تګزاس ایالت مسؤلینو خلکو ته د نورو بارانونو ورېدو او طوفانونو خبرداری هم ورکړی دی.

تړلي موضوعات