غزه کې ۱۹ اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د اسرائیلو پوځ ویلي، د غزې شمال کې په جګړه کې یې ۵ پوځیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د اسرائیلو پوځ په یول بل خبر کې بیا د غزې شمال په جګړه کې د وژل شویو دوو پوځیانو انځورونه هم خپاره کړي دي.
د اسرائیلو پوځ ته دغه مرګ ژوبله داسې مهال اوړي، چې تېره ورځ یې لوی درستیز حماس سره په جګړه کې خپله ماتې ومنله او یوې معاملې ته یې ترجیح ورکړه.
د اسرائیلو پوځ لوی درستیز ویلي، د حماس پر وړاندې جګړه پېچلې ده او د جګړې دوام به د یرغمل شویو ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د حماس مجاهدینو په یوه پېچلي کمين کې ۷ اسرائیلي پوځیان ووژل شول او ۱۵نور ټپیان شول.