د افغانستان روغتیايي سيسټم په پیاوړتیا خبرې وشوې
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له مشر تاریا واټر ډال سره په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
عامې روغتیا وزارت وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان روغتیايي سيسټم په پیاوړتیا، لومړیتوبونو ته په کتو د روغتیا ملي پالیسۍ سره سم د خدماتو وړاندې کېدو خبرې وشوې.
ناسته کې ښاغلي جلالي یادې کمېټې څخه د نیمه روغتیايي زده کړو برخه کې د افغان محصلینو د روزنې په موخه همکاري غوښتې.
وزارت وايي، د ناروې کمېټې مشر خپلو پرلپسې همکاریو ته په اشارې د نیمه روغتیايي زده کړو برخه کې د افغان محصلینو د روزنې او روغتیایي سکټور سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.