د ایران روغتیا وزارت: د اسرائیلو بریدونو کې له ۴۰۰ زیاتو کسانو ژوند بایللی
د ایران روغتیا وزارت ویلي، د جون له ۱۳ مې راهیسې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې تر ۴۰۰ زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لږ تر لږه ۳ زره او ۵۶ نور ټپیان دي.
الجزیرې انګلیسي څانګې د ایران روغتیا وزارت څخه د سرچینو له قوله دغه ارقام تازه خپاره کړي او ویلي یې دي، په نښه شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د اسرائیلو دفاع وزارت په وار وار ویلي، جګړه کې ملکي وګړي هدف نه ګرځوي خو د ایران عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو مشر حسین کرمانپور نن شنبه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د قربانیانو ډېره برخه یې ملکي وګړي دي.
د ایران روغتیا وزارت داسې مهال دغه ارقام رسنیز کړي، چې لاهم د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه دوام لري.
دغو بریدونو ته ګڼو هېوادونو غبرګونونه ښودلي او دا یې د ملګرو ملتونو له منشور ښکاره سرغړونه بللې.