د ایران بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته تللی
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن شنبه د اسلامي همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیر غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ته رسېدلی.
عراقچي ویلي، یاده ناسته کې به پر ایران د صهیونیستي رژيم برید د بحث اصلي موضوع وي.
عراقچي داسې مهال د اسلامي همکاریو سازمان کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونونه نهمې ورځې ته وغځېدل.
د راپورونو له مخې دغو بریدونو کې تر دې مهاله دواړو لوریو ته درانه زیانونه اوښتي او دواړو لوریو د یو بل خاوره کې مهمې او ستراتیژیک سیمې په نښه کړې دي.