امریکا ټکساس کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۶۸ تنو ته لوړ شو
د امریکا سي اېن اېن تلوېزیون تازه خبر ورکړی، چې د امریکا ټکساس ایالت کې د مرګونو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۶۸ تنو ته لوړ شوی دی.
سي اېن اېن ویلي، چې دې سېلابونو کې ۱۱ انجونې لا هم د اوړي له یوه کمپ څخه ورکې دي، چې د لټون عملیات یې روان دي.
یاده امریکايي رسنۍ وايي، چې په مړو شویو کې ۲۱ ماشومان هم شامل دي.
د ټکساس چارواکي وايي، چې په سیمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي او مني چې د وخت په تېرېدو سره د ژوندي پاتې کسانو د موندلو چانس کمېږي.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا بېلابېلو ایالتونو کې وخت نا وخت د تېزو اورښتونو له کبله درانه سېلابونه پېښېږي، چې دروند مالي زیان ترڅنګ ډېره مرګ ژوبله اړوي.