د غزې وېرې ځپلي اسرائیلي سرتېري ځان وژنه کړې
الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې د اسرائیلي پوځ یوه په دنده بوخت سرتېري ځان وژنه کړې ده، چې لامل یې غزه کې د نوموړي د پوځي ملګرو وژنه یاده شوې.
الجزیرې ویلي، چې د دې اسرائیلي پوځي له ځان وژنې سره د طوفان الاقصی عملیاتو را وروسته د اسرائیلي پوځيانو د ځان وژنې شمېر ۴۳ تنو ورسېده.
د اسرائیلو واللا وېبپاڼې ته د ځان وژونکي سرتېري کورنۍ ویلي، چې نوموړي د لبنان او غزې له جګړو څخه د وژل شوو سرتېرو جسدونه انتقالول او د جسدونو له بوی او د جګړې له وحشتونو څخه یې شکایت درلود.
بلخوا تازه د اسرائیلو هاآرتس رسنۍ سره د اسرائیلو پنځو پوځيانو چې د غزې جګړې کې یې برخه اخیستې وه مرکې له هغو پټو کیسو پرده پورته کړه، چې غزه کې اسرائیلي اشغالګر عسکر ورسره مخ دي او تر ډېره له عامو اسرائیلو پټ ساتل کېدل.
دوی له هاآرتس سره خبرو کې ویلي و، چې د حماس ضد جګړه خورا سخته او ستومانوونکې ده چې په وينا يې «دا هغه واقعيت دی چې اسرائيلي پوځ يې له داسې نااميدۍ، غوسې او ډار سره مخ کړی چې له حرکته يې غورځولی دی او د پای ته رسېدو هيڅ درک يې هم نه لګي». دوی زياته کړې ده چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د جنګېدونکو سرتېرو غږونه لا هم د اسرائیلي ولس تر غوږو نه رسېږي. ان که خبریالان هم د سرتېرو له ډلګيو سره یو ځای شي، نو هغه کيسې نه کوي چې هره ورځ هلته پېښیږي، بلکې داسې صحنې ورته چمتو کېږي چې له مخکې تنظیم شوې وي.
د یادونې وړ ده، چې د طوفان الاقصی عملیاتو وروسته غزه کې زرګونه اسرائیلي سرتېري ټپیان او ووژل شول، چې د جګړې دې وېرې زرګونه اسرائیلي سرتېري رواني ناروغان کړل چې څه باندې ۴۰ یې تر ځان وژنې ورسېدل.