د کډوالو چارو وزیر: هرات او نیمروز کې د راستنېدونکو افغانانو لړۍ مدیریت شوې

د کډوالو چارو وزیر: هرات او نیمروز کې د راستنېدونکو افغانانو لړۍ مدیریت شوې افغانستان
د کډوالو چارو وزارت اداري جلسه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د یاد وزارت اداري ناسته کې له ایران څخه د افغانانو راستنېدنې لړۍ ارزونې او حل شویو ستونزو په په اړه خبرې کړې دي.

د کډوالو چارو وزارت د خبر له مخې ناسته کې د کډوالو چارو وزیر ویلي، له شته ظرفیتونو دې اغېزمنه ګټه واخېستل شي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، ولایتي مسئولینو سره په همغږۍ یې هرات او نیمروز کې د راستنېدونکو افغانانو لړۍ مدیریت کړې او په کمه موده کې په وضعیت برلاسي شوي دي.

نوموړي کډوالو عالي کمېسیون سره په لا ډېرې همغږۍ ټینګار کړی او اړوند مسئولینو ته یې سپارښتنه کړې، چې هرات کې دې د ستونزو حل ته جدي پام وکړي.

داپه داسې حال کې ده، چې تېرو ۱۲ ورځو کې د هرات اسلام کلا له لارې ۳۰۰زره او د نیمروز ورېښمو پل له لارې ۶۵زره افغانان هېواد ته راستانه شوي.

تړلي موضوعات