افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو فعالیت ادعا ناسمه ده

افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو فعالیت ادعا ناسمه ده سیاست
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو فعالیت په اړه د پاکستاني پوځ مشر ادعا ناسمه بللې.

ملا حمدالله فطرت ویلي، له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نشته او نه هم افغان حکومت د سیمې ځانګړې توګه ګاونډیو پر ضد د افغان خاورې د کارونې اجازه ورکوي.

ښاغلي فطرت ویلي، اسلامي امارت له هند او پاکستان سره ښې اړیکې غواړي او د هېوادونو ترمنځ په بې پرې سیاست باور لري.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان ته له پاکستان سره اړیکې مهمې دي او هند سره هم اړیکې د ګټو په اساس دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني پوځ مشر عاصم منیر ادعا کړې، چې د هند په ملاتړ ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد فعالیت کوي.

تړلي موضوعات