نن او سبا په ۱۴ ولایتونو کې د سخت باران اټکل

نن او سبا په ۱۴ ولایتونو کې  د سخت باران اټکل افغانستان

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی، چې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې نن او سبا یکشنبه د سخت باران، تالندې، تېز باد، دوړو او ناڅاپي سېلابونو اټکل شتون لري.

په دې اړه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اټکل شویو ولایتونو کې کابل، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا شامل دي.

د هوا پېژندنې ریاست همداراز اټکل کړی، چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل کیږي.

د یادونې ده، تېره شپه په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې د سختو اورښتونو له امله یو تن ژوند له لاسه ورکړی څو نور ټپیان دي او په زیاته اندازه مالي زیانونه یې اړولي دي.

تړلي موضوعات