د اسلامي امارت پلاوی د کډوالو وضعیت ارزونې په موخه هرات ته تللی

د اسلامي امارت پلاوی د کډوالو وضعیت ارزونې په موخه هرات ته تللی افغانستان
انځور ارشیف

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د کډوالو وضعیت ارزونې په موخه هرات ولایت ته تللی.

د معلوماتو له مخې، تللی پلاوی به اسلام کلا بندر ته سفر وکړي او له نږدې به ایران څخه د راغلو کډوالو وضعیت و ارزوي.

د هرات ولایت مسئولینو په خبره، هره ورځ د اسلام کلا بندر له لارې له ایرانه تر ۳۰ زرو افغان کډوال هرات ولایت ته دننه کیږي.

د یادونې ده، چې تېرو څو ورځو کې د ۱۰۰ زرو په شاوخوا کې کډوال له ایران هېواده هرات ته راستانه شوي دي.

تړلي موضوعات