د اسلامي امارت ځواکونو افغانستان کې د داعش د نفوذ مخنیوی کړی

د اسلامي امارت ځواکونو افغانستان کې د داعش د نفوذ مخنیوی کړی سیاست
انځور ارشیف

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت افغانستان کې د داعش خوارجو د حضور په اړه اندېښنو ته په ځواب کې ویلي، د اسلامي امارت ځواکونو هېواد کې د یادې ډلې د نفوذ مخنیوی کړی.

حمدالله فطرت رسنیو ته په استول شوي غږیز کلیپ کې ویلي، داعش خوارج افغانستان کې حضور نه لري، چې ګواښ رامنځته کړي په خبره یې، دې برخه کې اندېښنې بې ځایه دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان کې د داعش حضور په اړه اندېښنې بې بنسټه او اسلامي امارت دا ډول ادعاوې په کلکه ردوي.

تر دې وړاندې د روسیې امینت شورا منشي مرستیال یوري کوکوف له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د داعش د نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د یادونې ده، چې تېرو نږدې څلور کلونو کې د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د داعش خوارجو ډلې ته درانه زیانونه اړولي چې په پایله کې د یادې ډلې ډېری غړي وژل شوي او له هېواده تښتېدلي.

تړلي موضوعات