رویټرز: ایران پر اسرائیلو وروستي راکټي برید کې له نوې تګلارې کار اخیستی
رویټرز خبري اژانس یوه راپور کې ویلي، د ایران سپاه پاسداران پر اشغالي سیمو د تېرې شپې برید کې له نويو میتودونو کار اخیستی، چې دا چاره د اسرائیلو دفاعي سیسټم په غلطۍ سره په یو بل برید کولو لامل شوې.
یاد اژانس ویلي، د ایران توغندي تل ابیب او حیفا بندر کې لګېدلي و، چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
په ټولنیزو رسنیو د خلکو له لوري خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې تل ابیب کې څو لوړپوړې ودانۍ ویجاړې شوې او اشغالي سیمو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي.
بلخوا د ایران روغتیا وزارت پر ایران د اسرائیلو بریدونو کې تراوسه د ۲۲۴ تنو وژل کېدو خبر ورکړی، چې ۹۰ سلنه یې ملکیان ښودل شوي.