د امریکا له منفي ځواب وروسته؛ اسرائیليانو منلې چې په یوازې ایران سره مقابله نه شي کولی
د اسرائیلو دفاع وزارت اړوند یوه پخواني چارواکي وروسته له هغه چې امریکا یې د ایران جګړه کې له ملاتړه ډډه وکړه ویلي، په یوازې توګه ایران سره د مقابلې توان نه لري.
المیادین رسنۍ اسرائیلي پوځ کې د آموس ګیلاد په نوم یوه پخواني چارواکي په حواله ویلي، د جګړې پای د اسرائیلي حکومت لپاره له زیان ډک دی.
نوموړي زیاته کړې، د امریکا له ملاتړ پرته اسرائیلو ته د جګړې ګټل ستونزمن دي.
که څه هم د امریکا ولسمشر پر ایران د اسرائیلو بریدونو کې خپل رول رد کړی، خو ایراني چارواکې بیا د امریکا له ملاتړ پرته د اسرائیلو بریدونه ناممکن بولي او وایي، چې د امریکایي چارواکو په څرګندونو باور نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر له امریکا غوښتي، چې د اسرائیلو له لوري پیل کړې جګړې ته ور ونه دانګي.