لوګر کې د برېښنا رسونې یوې پروژې چارې پیل شوې

لوګر کې د برېښنا رسونې یوې پروژې چارې پیل شوې افغانستان
انځور حریت راډیو

اوبو او انرژۍ وزارت د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالیۍ اړوند سفید سنګ سیمه کې د برېښنا رسونې یوې پروژې چارې پیل کړې.

د ۳۲میلیونه افغانیو په ارزښت دغې پروژې کې د برېښنا پایلو نصبول او د لین انتقال شاملي دي.

دغې پروژې په بشپړېدو سره به محمد اغې ولسوالۍ کې د ۲زره کورنیو د برېښنا ستونزه اواره شي.

د یاد پروژې د برېښنا انتقال ظرفیت له ۲۰ کیلوولټه زیات دی، چې ټول لګښت یې د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودیجې ورکول کیږي.

تړلي موضوعات