په ایران د اسرائیلو برید؛ د سپاه پاسداران مهم چارواکي او اټومي مرکزونه په نښه شوي

په ایران د اسرائیلو برید؛ د سپاه پاسداران مهم چارواکي او اټومي مرکزونه په نښه شوي   نړۍ
ایران کې لګېدلې ودانۍ

د اسرائیلي رژیم له لوري د ایران پر پلازمېنې بېلابېلو سیمو د پراخو هوایي بریدونو په ترڅ کې د سپاه پاسداران یو شمېر لوړپوړي قوماندانان او همدارنګه د دې هېواد ځینې نظامي او اټومي تأسیسات په نښه شوي.

 ایراني رسنیو د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان سردار حسین سلامي، د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري او د ایران یو شمېر اټومي ساینسپوهانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د دې بریدونو په غبرګون کې د ایران مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌اي په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې اسرائیل به ددې برید سخت ځواب وویني.

بل لور ته د اسرائیلو حکومت اعلان کړی، چې د دې عملیاتو موخه د ایران اټومي بنسټونو او تأسیساتو له منځه وړل وو او زیاته کړې ده، چې دغه بریدونه د امریکا په همغږۍ ترسره شوي دي.

په ورته مهال ځینو نړېوالو رسنیو راپور ورکړی، چې په راتلونکو ورځو کې هم د دغو بریدونو دوام امکان لري.

تړلي موضوعات