اروپا کې مېشتو افغانانو ستونزو ته دې د افغان حکومت لاسرسی ممکن شي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اتونبایوا سره کتنه کې د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو، نړۍ کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو، خصوصي سکټور ودې او پانګونې پر جلب خبرې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، مولوي امیرخان متقي اروپاکې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د افغان حکومت لاسرسي او هغوی ته د قونسلي خدماتو وړاندې کولو غوښتنه کړې.
متقي همداراز غوښتنه کړې، چې یوناما دې په خپلو راپورونو کې پر واقعیتونو تمرکز وکړي.
بلخوا د یوناما مشرې ویلي، یوناما راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند اسانتیاوو سربېره افغانستان کې د کاري فرصتونو رامنځته کېدو او پانګونې جلب ته زمینه برابروي.
نوموړې ژمنه کړې، چې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا راتلونکو ناستو کې به له نړېوالو سره افغانستان کې د راغلو پرمختګونو او فرصتونو په اړه معلومات شریک او د افغان حکومت پیغامونه به ولېږدوي.