غزه کې پر مرسته اخېستونکو بریدونه؛ د شهیدانو شمېر له ۱۰۰ واوښت!
غزه کې د بشري مرستو لپاره په ورټولو خلکو بریدونه له تېرو اتو ورځو راهېسې دوام لري.
په دې بریدونو کې تر دې دمه ۱۰۲ کسان شهیدان او ۲۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د صهیونېست رژیم دې کړنې پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي، د حماس جهادي غورځنګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اشغالګر د مرستو وېش څخه د مرګوني دام په توګه کار اخلي او غواړي په دې ډول د فلسطینیانو وقار مات کړي.
په ورته مهال عربي رسنیو ویلي و، چې په وروستیو بریدو کې ۲۴۰ تنه هغه کسان ټپیان شوي، چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره یادو مرکزونو سره راټول شوي وو.
د غزې پر تش نسو ولسونو د اشغالګرو پرلپسې بریدونو د ملګرو ملتونو عمومي منشي غبرګون هم راپارولی دی، انتونیو ګوترېش د دې بریدونو په تړاو د خپلواکه پلټنو غوښتنه کړې ده.