هرات کې لسګونه میله ناقانونه وسلې او مهمات نیول شوي

هرات کې لسګونه میله ناقانونه وسلې او مهمات نیول شوي افغانستان
هرات کې نیول شوي غیرقانوني وسلې او نظامي تجهیزات

د هرات امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د بېلابېلو پلټونکو عملیاتو په لړ کې ګڼ شمېر ناقانونه وسلې او مهمات نیولي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په نیول شویو وسلو او مهماتو کې ۲۰ میله تومانچې، ۴ میله کلاشینکوفونه، ۸ میله د ښکار وسلې او نږدې دوه زره مرمۍ او نظامي تجهیزات شامل دي.

د وزارت په خبره، یادې وسلې او مهمات له ثبت وروسته د ډایاک مدیریت ته سپارل شوي دي.

یاده دې وي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د ناقانونه وسلو د راټولو لپاره هڅې شوې او په مهال یې په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې نیول شوې دي.

تړلي موضوعات