د بامیان والي: یونسکو دې د تاریخي ابداتو په بیارغونه کې همکاري وکړي

د بامیان والي: یونسکو دې د تاریخي ابداتو په بیارغونه کې همکاري وکړي افغانستان
بامیان ولایت

د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د افغانستان لپاره د یونسکو عمومي مشرې پترایشیا مک فیليپس سره کتنه کې له نوموړې د یاد ولایت د تاریخ اثارو د بیارغونې او مرمت غوښتنه کړې.

ښاغلي سرحدي د بامیانو تاریخي ځایونو ته په اشارې ویلي، ترسره شوي اقدامات کفایت نه کوي او یونسکو باید بامیانو کې د تاریخي ابداتو څارنې، ساتنې او بیارغونې پروژې زیاتې کړي.

بلخوا یونسکو مشرې ویلي، یاد سازمان په پام کې لري چې د بامیانو په ځانګړي ډول غلغلې او ضحاک ښارونو کې د تاریخي ځایونو د ساتنې، بیارغونې او مرمت پروژو ته دوام ورکړي.

یونسکو چې په پاریس کې موقعیت لري د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان دی چې د نړېوالو تاریخي میراثونو د ساتنې دنده په غاړه لري.

تړلي موضوعات