د امریکا او اروپايي ټولنې ترمنځ سوداګریزو ناندریو نور هم زور واخیست
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونو یو ځل بیا د اروپايي ټولنې مشرانو توند غبرګون راوپاروه، ټرمپ د جمعې په ورځ په ټروټ سوشیل لیکلي، د جون په پیل به د اروپايي ټولنې پر ټولو وارداتي توکو ۵۰ سلنه تعرفه ولګول شي.
د ټرمپ دې اعلان د اروپايي ټولنې د مشرانو غبرګون راپارولي او ویلي دي، غړي هېوادونه د خپلو ګټو دفاع ته چمتو دي.
الجزیرې انګلیسې څانګې د اروپايي اتحادې چارواکو له قوله ویلي، اروپایي ټولنه غواړي له امریکا سره د سوداګرۍ یو داسې تړون ته ورسیږي چې دواړو لوریو په ګټه وي.
د دغې اتحادیې چارواکو ویلي، په توکو د تعرفو لوړول به د دواړو په زیان وي.
سرچینې وايي، ټرمپ همداراز ګواښ کړی چې پر هغو ایفون موبایلونو به هم ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي، چې له امریکا بهر تولید او هېواد ته یې واردیږي.
راپورونه کې راغلي، ټرمپ امریکا کې له بیا واک ته رسېدو سره په ګڼو هېوادونو تعرفې لوړې کړې دي، چې له امله یې په امریکا او نورو هېوادونو کې د توکو بیې لوړې شوې دي.