ترکیه افغانستان سره اروپا ته د غالیو صادراتو کې همکاري کوي
د ترکیې غالیو ټولنې مسئولینو د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو سره کتنه کې اروپايي بازارونو ته د افغاني غالیو صادراتو کې د همکارۍ ژمنه کړې.
صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د ترکیې غالیو ټولنې رئیس احمد دیلر ډاډ ورکړی، چې د غالیو سکټور ملاتړ لپاره به دې برخه کې د اړینې پانګونې هڅې وکړي.
د ترکي لوري لهخوا د یادې ژمنې ترڅنګ دواړو لوریو د ګډو فعالیتونو پراختیا په موخه یوه هوکړه هم لاسلیک کړې.
افغاني غالۍ چې د کیفیت له پلوه نړېوال شهرت لري دا مهال د هېواد نورو محصولاتو ترڅنګ دغې سکټور ته هم په نړېوال مارکېټ کې د بازارموندنې هڅې کېږي.