مولوي عتیق الله عزیزي: د تاریخي اثارو قاچاق مخنیوی شوی او خوندیتوب ته پاملرنه شوې

مولوي عتیق الله عزیزي: د تاریخي اثارو قاچاق مخنیوی شوی او خوندیتوب ته پاملرنه شوې افغانستان
د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د موزیمونو نړېوالې همغږۍ غونډه کې ویلي، د هېواد ملي موزیم کې د ۵زره کالو پخواني اثار راټول او نندارې ته اېښودل شوي، چې دا د افغانستان د تاریخ ښکارندویي کوي.

ښاغلي عزیزي ویلي، د افغانستان د تاریخي اثارو د قاچاق بشپړ مخنیوی ترڅنګ د مس عینک کان تاریخي اثارو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه شوې.

نوموړي زیاته کړې، د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول قطر سره د تاریخي اثارو نندارتونونو جوړېدو ته چمتو دي، چې نږدې وخت کې به دغه اثار یوه نړېوال ننداتون کې نندارې ته کېښودل شي.

عزیزي له ملي موزیم د نړېوالو نندارې ته په اشارې له هغوی غوښتنه کړې، چې له ملي موزیم دې د لیدنې ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

تړلي موضوعات