د امریکا کلفورنیا ایالت کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د امریکا کلفورنیا ایالت کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې نړۍ
د امریکا کلفورنیا ایالت کې چاودنه

د امریکا سي اېن اېن ټلوېزیون خبر ورکړی، چې کلفورنیا ایالت کې د نسایي ولادي یو کلینیک ته څېرمه د چاودنې له کبله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په خبره، دغه پېښه د لاس انجلس ختیځ «پالم سپرینګر» ښار کې په یوه موټر کې شوې ده.

ها خوا د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا FBI دا یو قصدي تروریستي عمل بللی دی.

د یادونې ده، چې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د چړو او وسلو په واسطه په عامه ځایونو کې بریدونه زیات شوي او خلک یې له حکومت څخه د امنیتي وضعیت د کنټرول غوښتنه کوي.

تړلي موضوعات