د امریکا له یوه زندانه ۱۰ تنه تښتېدلي
امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد له نیوراورلئان زندانه ۱۰ بندیان په تېښته بریالي شوي.
اېن بي سي نیوز خبر ورکړی، یادو کسانو د زندان حمام کې د یوه سوري تر جوړولو وروسته بهر ته لار موندلې او له هغه ځایه تښتېدلي.
د معلوماتو له مخې د دغو بندیانو له ډلې ډېری یې په قتل تورن وو.
د زندان مسئولینو د یوې خبرې ناستې پر مهال، له بهرنۍ مرستې پرته د دغو زندانیانو تېښته ستونزمنه ښودلې، چې د دوی په وینا په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.
دغو مسئولینو ځینو داسې شواهدو ته هم اشاره کړې، چې تښتېدلو بندیانو سره د زندان دننه ځینو مرستو ته لاسرسی ښي.