مسکو او کیف د زندانیانو په تبادلې لویې هوکړې ته ورسیدل

مسکو او کیف د زندانیانو په تبادلې لویې هوکړې ته ورسیدل نړۍ
ترکیه کې د اوکرایین جګړې درېدو په اړه د روسیې او اوکرایین چارواکو مخامخ خبر کړې

دا هوکړه چې د ترکیې په کوربتوب وشوه، دواړه لوري په دې سلا شول چې زر زندانیان به سره تبادله کوي.

رويټرز خبري اژانس وايي، د زندانیانو د تبادلې دا هوکړه د روسیې او اوکرایین استازو د تېرې پنجشنبې په ورځ ترکیه کې د مخامخ ناستې پر مهال وکړه.

اژانس وايي، مذاکره کوونکو چې د ترکیې استانبول ماڼۍ کې یې له دوه ساعته کمې خبرې وکړې پر اوربند هوکړې ته ونه رسېدل.

کیف له دغې ناستې وروسته پرون جمعه د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او له خپلو ملاتړو یې غوښتي چې پر مسکو فشار لا زیات کړي.

راپور کې راغلي، روسیې د اوکرایین سولې په اړه د نورو خبرو غوښتنه کړې ده او ترسره شوې مستقیمو مذاکراتو پایلې یې ستایلي.

اژانس وايي، اوکرایني چارواکو ترکیه کې د مذاکره کوونکو له لیدنې وروسته ویلي، چې د روسیې غوښتنې د منلو وړ نه دي.

هېره دې نه وي، چې د روسیې او اوکرایین ترمنځ د روانې جګړې ۱۱۷۸ ورځې ووتې چې په مهال دواړو خواوو ته درنه مرګژوبله او دروند مالي زیان اوښتی دی.

تړلي موضوعات