روسیې لپاره د اسلامي امارت رسمي سفیر معرفي شو
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د کازان اقتصادي فورم څنډه کې ویلي، چې اسلامي امارت مسکو لپاره خپل سفیر ورپېژندلی.
د روسیې دولتي اژانس ریانویسي راپور ورکړی، چې که څه هم ښاغلي کابلوف د ورپېژندل شوي کس نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي، چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت یې په اړه څېړنې کوي.
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
باورونه دا دي، چې د روسیې سترې محکمې له لوري د اپریل په ۱۷مه نېټه د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لرې کولو روسته به د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې لوړې کچې ته ورسېږي.