د افغانستان او ایران سفیرانو د سیمې په روان وضعیت خبرې کړې

د افغانستان او ایران سفیرانو د سیمې په روان وضعیت خبرې کړې سیاست
د افغانستان او ایران سفیران د لیدنې په مهال

ترکیه کې د افغانستان سفیر محمد زبیر ودان په یاد هېواد کې د ایران له سفیر محمد حسن حبیب الله زاده سره کتلي دي.

ترکیه کې د افغانستان سفارت لیکلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو سربېره د سیمې په روان وضعیت خبرې شوې دي.

دغه لیدنه داسې مهال شوې، چې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې په تېرو درېیو کلونو کې لوړې کچې ته رسېدلې او دواړه هېوادونه یې د لا پیاوړتیا په هڅه کې دي.

تړلي موضوعات