حماس د غزې اوربند هوکړې په موخه یو اسرائیلي بندي خوشې کوي
رویټرز خبري اژانس ته د حماس جهادي غورځنګ یوه لوړ پوړي چارواکي پرون یکشنبه ویلي، چې دغه غورځنګ غزه کې د اوربند هوکړې او دغې تړانګې ته د بشري مرستو پرېښودو په موخه یو امریکايي اسرائیلي بندي خوشې کوي.
دغه چارواکي ویلي، له حماس سره پاتې اسرائیلی پوځي اېډن الکساندر چې ۲۱ کاله عمر لري ډېر ژر به خوشې شي.
اژانس وايي، د امریکا نیوجرسي کې زېږېدلی او لوی شوی دغه اسرائیلي پوځي په اړه یوې سرچینې ویلي، چې دا به احتمالاً د
سه شنبې په ورځ خوشې شي.
په ورته وخت کې قطر او مصر هېوادونو د یوې ګډې اعلامیې له مخې د حماس لخوا دغه پرېکړه په غزه کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره ښه اقدام بللی او زیاته کړې یې ده، چې دوی به له امریکا سره په ګډه غزه کې د شرایطو د ښه والي او دایمي اوربند لپاره هڅې تعقیب کړي.
یاده دې وي، چې اسرائیلو غزې ته له شاوخوا ۷۰ ورځو راهیسې بشري او طبي توکو پر مخ ټولې لارې بندې کړې دي، چې په مهال یې د لوږې له امله د مړینې شمېر شاوخوا ۶۰ تنو ته لوړ شوی دی.