د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی قطر ته سفر کوي

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی قطر ته سفر کوي سیاست
انځور حریت راډیو

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړی افغان پلاوی نن یکشنبه قطر ته سفر کوي.

د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ضیاء احمد تکل حریت راډیو ته وویل، افغان پلاوی به له قطري چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعات خبرې او کتنې ولري.

دغه سفر داسې مهال کیږي، چې څو ورځې وړاندې د قطر چارواکو د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ته قطر ته د سفر بلنه ورکړې وه.

تړلي موضوعات