اسرائیلي رسنۍ: حماس خپلو نظامي ليکو ته ۴۰ زره نوي مجاهد سرتېري جذب کړي
الجزيرې ټلوېزيون د اسرائیلو د هارتس اسرائيلي ورځپاڼې له قوله خبر ورکړى، چې حماس جهادي غورځنګ خپلو نظامي ليکو ته ۴۰ زره نوي مجاهد سرتېري جذب کړي او متخصصین يې د بمونو په توليد لګيا دي.
دغې ورځپاڼې ويلي، لا هم حماس خپلو ځواکونو ته اجازه نه ده ورکړې، چې اشغالګر پوځ پر وړاندې مخامخ جګړه پیل کړي.
دغې اسرائيلي رسنۍ داسې مهال دغه خبر ورکړى، چې د اشغالګر رژيم پوځ ته د سرتېرو د جذب پروسه ټکنۍ شوې او پوځيان يې د جګړې پر ځاى زندان ته ترجیح ورکوي، چې دې چارې اشغالګر رژيم له سختې وارخطايۍ سره مخ کړى او ټوله تکيه يې په هوايي بريدونو کړې.