د سوریې اوسني دولت مشر اماراتو او ترکیې ته سفر کوي
ټاکل شوې د سوریې اوسني دولت مشر احمد الشرع په لومړي ځل متحده عربي اماراتو او له هغه ځایه ترکیې ته سفر وکړي.
رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، راتلونکې اونۍ یادو هېوادونو ته د نوموړي د سفر موخه سوریه کې د نوي دولت ملاتړ ترلاسه کول دي.
راپور کې راغلي، احمد الشرع سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته هڅه کړې، چې د ترکیې په ګډون عربي هېوادونو سربېره لویدیځ والو سره هم د اړیکو پياوړتیا لپاره رغنده رول ولوبوي.
سوریه چې د نږدې ۱۴ کلونو راپدېخوا د کورنیو جګړو له امله ویجاړ شوې د یو شمېر هېوادونو له لوري له ګڼو بندیزونو سره مخ ده.
د یادونې وړ ده، چې د سوریې نوي دولت مشر هڅه کوي، د سیمې هېوادونو سره اړیکې پیاوړې او ورغوي چې د دې موخې لپاره یې ریاض او انقرې ته سفر کړی و او تازه بیا دوو هېوادونو ته د سفر نېت لري.