تېرو دوو ورځو د پاکستان له بندخونو تر ۲۰۰ زیات بندیان راخوشې شوي

تېرو دوو ورځو د پاکستان له بندخونو تر ۲۰۰ زیات بندیان راخوشې شوي افغانستان
د پاکستان له بندخونو تازه راخوشي شوي افغان بندیان

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د روانې وري میاشتې په ۷ مه او ۸مه نېټه د پاکستان له بېلابېلو زندانو ۲۲۳ تنه بندي افغانان ازد او بیرته خپل هېواد ته راستانه شوي.

یاد وزارت د سپین بولدک او تورخم امریتونو له قوله ویلي، یاد کسان د قانوني اسنادو سره سره د بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي وو.

راخوشي شوي کسانو له ۱۰ ورځو تر یوې میاشتې در بند موده تېره کړې.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت د پرلپسې په پایله کې د متحده عربې اماراتو له بېلابېلو زندانو هم ۵۴تنه افغان بندیان خوشې شوي دي.

تړلي موضوعات