د کابل والي: ولسوالان دې د اختر په شپو ورځو کې د امنیت ټینګښت ته جدي پاملرنه وکړي
د کابل والي ملا امین الله عبید د کابل ۱۴ولسوالانو سره د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه غونډه کې له ولسوالانو غوښتي، چې د اختر په ورځو کې د هېوادوالو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي عبید د کابل ولسوالیو له مسئولینو غوښتي، چې لرې پرتو سیمو کې فعاله حضور سره د خلکو ستونزو د حل هڅې وکړي څو د اختر لمونځ په با امنه فضا کې ترسره شي.
د کابل ولایت مقام د دې ناستې موخه د اختر په ورځو کې د امینتي وضعیت ارزونه، غوره امنیت او لرې پرتو سیمو ته د لاسرسي اسانتیاوو برابرول دي.
دغه ټینګار پر داسې مهال دی، چې دا مهال کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي هېوادوال وایي، که د ښار په کچه د امنیي ځواکونو شتون هغوی ته ډاډ ورکوي.